انصار: (د تله ۴ مه)، د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله نن چهارشنبه د ۲۰۲۴م کال د نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې له پاراګوای سره لوبه کوي.
ازبکستان د دې سیالیو کوربه هېواد دی او دغه لوبه د افغانستان په وخت د ماښام اووه بجې پیلېږي.
که افغان لوبډله دا لوبه وګټي نو د ۸ غوره لوبډلو پړاو ته به لاره پیدا کړي او که یې وبایلي له دې سیالیو وځي.
افغان لوبډلې په ګروپي لوبو کې انګولا ته ماتې ورکړه، خو اوکراین او ارجنټاین ته یې لوبې وبایللې.
یاده دې وي، چې دا لومړی ځل دی چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله په نړیوال جام کې لوبېږي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/33610